ذکر په قرآن کې
ماستری
محصل: صالح محمد فرید
استاد رهنما: دکتور مصباح الله عبدالباقی
دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 284
سال دفاع: 2019
چکیده
دا بحث د قرآن عظیم الشأن په رڼا کې لیکل شویدی، د سریزې برسیره په پنځو فصلونو او پایلیزې باندې مشتمل دی.
په سریزه کې د موضوع أهمیت، د څېړنې لاملونه، د بحث د لیکلو بڼه او د بحث د شکلې جوړښت باندې خبرې شویدي.
په لومړي فصل کې په مقدماتي مباحثو او مفاهیم پېژندنه باندې بحث شویدی، پدې فصل کې درې مبحثونه دي، بیا هر مبحث په مطالبو باندې وېشل شویدی.
لکه د ذکر لغوي او اصطلاحي معنی: الذکر: هو التخلص من الغفلة والنسیان.
ذکر یعنې د بې پروایۍ او هېرېدو څخه خلاصون اللهY فرمایي:ﭐﱡﭐ ...ﲽ ﲾ ﲿ ﳀ ﳁ ﱠ الأعراف: ٢٠٥ .
ژباړه: ته له دې خلكو څخه مه كېږه چې په غفلت كې لويدلي دي.
د ذکر مفهوم په شریعت کې: یعنې كله چې بنده خپل رب او پروردګار یادوي ذکر بلل کیږي. برابره خبره ده چې دا ذکر کول د الله Y د ذات، صفاتو، أحکام، د کتاب الله تلاوت، د هغه څخه په دعا سره غوښتنه( سؤال ) کول، د هغه ثنا کول او په پاکۍ سره یادول، د هغه وحدانیت اوتمجید بیانول، په کائناتو کې غوراو فکرکول، د الله Y د نعمتونوچې هغه ظاهري او که باطني وي یادول وي ټول ذکر بلل کیږي.
شیخ الاسلام ابن تیمیة ([1]) رحمه الله د ذکر د تعریف په اړه داسې وایي: "ملازمة الذكر وأفضله لا اله الا الله": "ثُمَّ يَعْلَمُ أَنَّ كُلَّ مَا تَكَلَّمَ بِهِ اللِّسَانُ وَتَصَوَّرَهُ الْقَلْبُ مِمَّا يُقَرِّبُ إلَى اللَّهِ مِنْ تَعَلُّمِ عِلْمٍ وَتَعْلِيمِهِ وَأَمْرٍ بِمَعْرُوفِ وَنَهْيٍ عَنْ مُنْكَرٍ فَهُوَ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ " ([2]) .
ذکر کول په ملازمت او دوام سره چې غوره یې د (لا ٰإله إلا الله) ویل دي، بیا هر هغه شی چې ژبه ورباندې تکلم او زړه یې تصور کوي، الله Y ته د نژدېوالې لپاره که هغه د علم زدکړه او ښودنه وي، أمر په نیکۍ او که له بدیو څخه منع وي دا ټول د الله Y ذکر بلل کیږي.
همدارنګه د ذکر حکم او آدابو باندې هم بخث شویدی: د اللهY په ذکر کولو باندې چې کوم تکلیفي أحکام جاري کیږي یا به هغه واجب، مستحب، مکروه وي یا به حرام وي، چې هر یو یې پخپل ځای کې په تفصیلي توګه بیان شویدي.
په هرعبادت کې اخلاص او حسن نیت اړین دی، باید هرعمل د ثواب او د الله Y د رضا پخاطر وي، که چېرته د مسلمان په عمل کې ښه نیت او د الله Y رضا نه وي ټول عملونه به یې هیڅ شي د همدې مسئلې د ښه وضاحت لپاره نبي کریم e فرمایي: «إِنَّمَا الأعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ، وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى... » ([3])
د هر عمل په ښه توګه د سرته رسولو لپاره شارع أصول او قوانین وضع کړي چې آداب هم پکې شامل دي لکه د لمانځه لپاره اودس شرط دی، همداسې د لمانځه په وخت کې عاجزي اختیارول ادب دی.
په دویم فصل کې مې د ذکر فضیلت او فوائد بیان کړي چې دا فصل په دوو مبحثونو باندې ویشل شویدی.
په لومړي مبحث کې مې د ذکر فضیلت او ګټې بیان کړی چې ذکر په ډېرو عظیمو فضیلتونو او خورا زیاتو ګټو باندې شمولیت لري، مسلمان ته په دنیا او آخرت کې خیر او برکت ور په برخه کوي د دنیا او آخرت کامیابي پکې نغښتې ده.
د دې فصل په دویم مبحث کې مې د ذکر ګټې ذکر کړېدي، چې علامه ابن القیم ([4])رحمه الله د ذکر سل ګټې بیان کړي چې په همدې مبحث کې د ګوتو په شمار یو څو ګټې یې ذکر شویدي. لکه په مسلم شریف کې أبوهریرة رضی الله عنه وايي: چې نبي کریم e وفرمایل:«لَأَنْ أَقُولَ سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ ([5]).
زه چې سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلَّهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ ووایم ماته له هغې څخه چې لمر ورباندې خپلې وړانګې خپروي په زړه پورې او خوښ کار دی.
په دریم فصل په قرآن کریم کې مې د ذکر په معنی ګانو باندې بحث کړیدی چې دا فصل په پنځو مبحثونو باندې ویشل شوی.ذکر په قرآن کریم کې د ژبې د نطق او فکرکولو په معنی.
ﭐﱡﭐ ... ﲑ ﲒ ﲓ ﲔ ﲕ ﲖ ﲗ... ﲧ ﱠ البقرة: ٢٠٠
ژباړه: نو څنګه چې مو پخوا خپل پلرونه نيكو نه په وياړ سره يادول هماغسې اوس الله ياد كړئ ، بلكې له هغه نه هم زيات...
ذکر معنی په قرآن مجید کې په زړه کې فکر کولو او یادښت سره، کله چې له انسان څخه څه ګناه وشي او یا داسې یو کار چې ورباندې شرمیږي، ځان ورته ملامت ښکاري او الله Y ورته ور پیاد شي او توبه وباسې دا کار د مسلمان لپاره په ګټه تمامیږي ځکه په ګناه باندې پښیماني ښودل کټ مټ داسې ده لکه چې توبه یې ویستلې وي. د داسې خلکو په هکله الله Y فرمایي: ﭐﱡﭐ ﱝ ﱞ ﱟ ﱠ ﱡ ﱢ ﱣ ﱤ ﱥ ﱦ ﱧ ... ﱴ ﱠ آل عمران: ١٣٥
ژباړه: او كوم كسان داسې دي چې كله كومه د شرم ناروا چاره ورڅخه صادرېږي يا كله د كومې ګناه په كولو هغوى پر خپل ځان ظلم كوي؛ نو ورسره جوخت الله وريادېږي او له هغه څخه هغوى د خپلو ګناهونو بښنه غواړي.
ذکر په قرآن کریم د لوح محفوظ په معنی سره اللهY فرمایي: ﭐﱡﭐ ﱬ ﱭ ﱮ ﱯ ﱰ ﱱ ﱲ ﱳ ﱴ ﱵ ﱶ ﱷ ﱸ ﱠ الأنبياء: ١٠٥
ژباړه: او په زبور كې مونږ له نصيحت نه وروسته ليكلي دي چې د زمكې وارثان به زمونږ غوره بندګان وي.
ذکر په قرآن کریم کې د تورات او پخوانیو کتابونو په معنی.
د ذکر له معنا ګانو څخه یوه معنې تورات او پخواني آسماني کتابونه لکه انجیل، زبور او نورې صحیفې دي چې الله Y په خپلو رسولانو باندې نازلې کړیدي او پدې هکله فرمایي: ﱡﭐﱁ ﱂ ﱃ ﱄ ﱅ ﱆ ﱇ ﱈﱉ ﱊ ﱋ ﱌ ﱍ ﱎ ﱏ ﱐ ﱑ ﱒ ﱓﱔ ﱕ ﱖ ﱗ ﱘ ﱙ ﱚ ﱛ ﱜ ﱝ ﱞ ﱟ ﱠ النحل: ٤٣ – ٤٤ .
ژباړه: اى محمده e! له تا نه مخكښې هم چې كله مونږ پېغمبران لېږلي دي د هغو خلكو لوري ته چې مونږ خپل پيغامونه ليږل له سړيو پرته مو بل څه نه دى ليږلى. له با خبرو خلكو نه پوښتنه وكړئ كه تاسې په خپله نه پوهېږئ، پخوانيو پېغمبرانو ته هم مونږ روښانه نښانى او كتابونه وركړي لېږلي مو وو اوس مو دغه ذكر پر تا نازل كړيدى چې ته خلكو ته هغه ښوونه تشريح او توضيح كړې چې د هغو لپاره نازل كړاى شوېده، او چې خلك ( په خپله هم ) غور ا و فكر وكړي.
د ذکر له معنا ګانو څخه یوه هم اطاعت او تابعداري ده چې اللهY خپلو بندګانو ته ورباندې امر کړی تر څو د هغه اطاعت وکړي او فرمایي: ﱡﭐ ﲷ ﲸ ﲹ ﲺ ﲻ ﲼ ﲽ ﱠ البقرة: ١٥٢ .
ژباړه: له دې امله تاسې ما په ياد ولرئ زه به تاسې ياد كړم، او زما شكر اداء كړئ د نعمت ناشكري مه كوئ.
ذکر په قرآن کې د علم په معنی سره اللهY وایي: ﱡﭐ ﱁ ﱂ ﱃ ﱄ ﱅ ﱆ ﱇ ﱈﱉ ﱊ ﱋ ﱌ ﱍ ﱎ ﱏ ﱐ ﱑ ﱠ النحل: ٤٣
ژباړه: اى محمده e! له تا نه مخكښې هم چې كله مونږ پېغمبران لېږلي دي د هغو خلكو لوري ته چې مونږ خپل پيغامونه ليږل له سړيو پرته مو بل څه نه دى ليږلى. له با خبرو خلكو نه پوښتنه وكړئ كه تاسې په خپله نه پوهېږئ،
په څلورم فصل کې په قرآن کې په ذکر باندې امر او په هغې سره ګټه اخیستلو باندې بحث شوی، او د ذکر جوړه کول له اعمالو سره، پدې فصل کې درې مباحث دي ، د الله Y امر په ذکرباندې.
اللهY خپلو بنده ګانو ته امر کوي چې ما یاد کړئ او زما په یادولو سره زما د نعمتونو شکر وباسئ تر څو خپل نعمتونه تاسو ته نورهم زیات کړم او زما د نعمتونو کفران مکوئ. په کوم شي باندې چې اللهY په قرآن کې امر کوي هغه کار به هرومرو ډېر اړین او ارزښتناکه وي او د بنده ګانو لپاره به پکې د دنیا او آخرت فلاح او کامیابي نغښتې وي چې هغه عمل ذکر دی، اللهY پدې هکله فرمایي:ﱡﭐ ﲷ ﲸ ﲹ ﲺ ﲻ ﲼ ﲽ ﱠ البقرة: ١٥٢.
ژباړه: له دې امله تاسې ما په ياد ولرئ زه به تاسې ياد كړم، او زما شكر اداء كړئ د نعمت ناشكري مه كوئ.
د الله Y ذکرپه کثرت سره.ذکر یو داسې عبادت دی چې خورا ډېر آسانه او څومره چې آسانه دی په هماغه کچه ګټور هم دی، اللهY خپلو بندګانو ته داسې فرمایي: ﱡﭐ ﳉ ﳊ ﳋ ﳌ ﳍ ﳎ ﳏ ﳐ ﱠ الأحزاب: ٤١ .
ژباړه: ای مومنانو الله ډېر ډېر يادوئ
پنځم فصل کې د الله Y له ذکرڅخه سرغړونه، دهغې اسباب او پایلې (عواقب) باندې بحث شوی. پدې فصل کې درې مبحثونه دي. د الله Y له ذکرڅخه سرغړونه.
له ذکر څخه سرغړونه او له هغه څخه منع کول یعنې د اللهY له هغه جامع عبادت څخه منع کول چې په ټولو عباداتو کې شمولیت لري، یو انسان څنګه دومره بدبخته کیږي چې له ذکر څخه سرغړونه کوي کوم کارونه او څه ورته سبب کیږي؟ لکه څنګه چې الله Y پدې آیت کې ورته اشاره کړېده: ﱡﭐ ﱣ ﱤ ﱥ ﱦ ﱧ ﱨ ﱩ ﱪ ﱫ ﱬ ﱭ ﱮ ﱯﱰ ﱱ ﱲ ﱳ ﱴ ﱵ ﱶ ﱷ ﱸﱹ ﱺ ﱻ ﱼ ﱽ ﱾ ﱿ ﲀ ﲁ ﲂ ﲃ ﱠ البقرة: ١١٤ .
ژباړه: او له هغه چانه به غټ ظالم څوك وي چې نه پرېږدي د الله په عبادتځيو كښې د هغه نوم واخيستل شي او د هغو د ورانولو په هڅه كښې وي ؟ داسې خلك د دې وړنه دي چې په دې عبادتځيو كښې قدم كېږدي او كه ورشي هم له وېرې سره به ورشي د هغو له پاره په دنيا كښې رسوايي او په اخرت كښې لوى عذاب دى.
د الله Y د ذکر څخه د سرغړونې څه سبب کيږي چې یو بنده د خپل د خالق او مالک له ذکر څخه سرغړونه وکړي، هغه څوک دی چې بنده د الله Y څخه چې د ټولو مخلوقاتو خالق دی په سرغړونه باندې مجبور او داسې یو ناوړه کارته یې هڅوي؟ الله Y خپلو بنده ګانو ته له داسې حالاتو څخه د ځان ژغورنې په موخه خبر ورکوي او د ښمن یې ورته ورپیژني او پدې هکله فرمایي: ﱡﭐ ﱁ ﱂ ﱃ ﱄ ﱅ ﱆ ﱇ ﱈ ﱉ ﱊ ﱋ ﱌ ﱍ ﱎ ﱏ ﱐ ﱑﱒ ﱓ ﱔ ﱕ ﱖ ﱠ المائدة: ٩١
ژباړه: شيطان خو دا غواړي چې پر شرابو او قمار ستاسې په مينځ كښې دښمني او كينه واچوي او تاسې د خداى له يادولو او لمانځه څخه منع كړي؛ نو آيا تاسې له دې چارو څخه لاس اخلئ؟
د الله Y د ذکرڅخه د سرغړونې پایلې ،څرنګه چې الله Y په قرآنکریم کې د ذکر په کولو او په هغه باندې د مواظبت او مداومت په هکله په ډېرو آیتونو کي تأکید کړیدی، همداسې یې د هغې له ضد څخه چې هغه له ذکر نه غفلت او سرغړونه ده، منع کړېده، ځکه د الله Y حقیقي ذکر نشي کیدی مګر چې انسان د غفلت څخه لېرې او په امن کې وي، اللهY دواړه امره په یوه آیت کې سره یوځای کړيدي چې په ذکر کولو باندې پکې امر او له غفلت څخه منع شوې، هغه مبارک آیت دا دی الله Y فرمایي: ﱡﭐ ﲱ ﲲ ﲳ ﲴ ﲵ ﲶ ﲷ ﲸ ﲹ ﲺ ﲻ ﲼ ﲽ ﲾ ﲿ ﳀ ﳁ ﱠ الأعراف: ٢٠٥
ژباړه: اى پېغمبره ! خپل رب سهار او ماښام په زړه كښې له زارۍ او وېرې سره او په ژبه او ورو اواز سره يادوه ته له دې خلكو څخه مه كېږه چې په غفلت كښې لويدلي دي.
دغه ټول مطالب هریو په خپل ځای کې په تفصیلي توګه تشریح شویدي، که تاسې غوښتې وي چې د دې څېړنې یوه موضوع په تفصیل سره ولولې نو کولای شې چې هغه ځای ته مراجعه وکړې چېرته مې چې موضوع څېړلې ده.
[1] أحمد بن عبد الحليم بن عبد السلام بن عبد الله بن أبي القاسم الخضر النميري الحراني الدمشقيّ الحنبلي، أبو العباس، مشهور په ابن تيمية دمشقي الحنبلي سره په کال ۶۶۱ هـ کې زېږېدلی او په ۷۲۸ هــ کې یې په دمشق کې دې نړۍ ته په مخه ښه وویلې ټول دمشق یې جنازې ته راوتلی وه. ژبه او قلم یې سره ډېرنږدې ول ، په تفسیراو أصولو کې علامه وه، دېره فصیحه ژبه یې درلوده، په دین کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره ښه دعوتګروه. وګوره (الأعلام زرکلي) لومړی ټوک ۱۴۴ پاڼه، خپرندویه ټولنه: دار العلم للملايين .
[2] مجموع الفتاوی – لیکوال: تقی الدین أبوالعباس أحمد به عبدالحلیم بن تیمیه، لسم ټوک ۶۶۱ پاڼه. تحقيق: سيد إبراهيم، خپرندویه ټولنه : دار الحديث –القاهرة د چاپ شمېره: دریم، 1999 م
[3] صحيح البخاري – لیکوال: ليكوال: محمد بن إسماعيل أبو عبدالله البخاري الجعفي له عمربن خطاب څخه د بدء الوحي کتاب، د حدیث شمېره لومړی ده. خپرندویه ټولنه: دار طوق النجاة
[4] محمد بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس الدين ابن قيم الجوزية (المتوفى: ۷۵۱هـ) نقل له کتاب: معجم أصحاب شيخ الإسلام ابن تيمية ـ لومړی ټوک ۱۳۶ پاڼه .
[5] صحیح مسلم ـ لیکوال: باب صفة ابلیس و جنوده څلورم ټوک ۱۲۶ پاڼه د حدیث شمېره ۳۲۹۳.باب ـ فضل التهلیل والتسبیح والدعاء ى حدیث شمېره ۲۶۹۵ .