د التسهیل لعلوم التنزیل د مقدمو ژباړه او څیړنه
ماستری
محصل: محمد مسعود
استاد رهنما: محمد نعیم جلیلی
دیپارتمنت: دیپارتمنت تفسیر و حدیث
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 332
سال دفاع: 2024
چکیده
د التسهیل لعلوم التنزیل د دوو مقدمو ژباړه او څیړنه
دا بحث د دوو مقدمو چې لومړی یې په (علوم القرآن ) او دویمه یې ( فی تفسیر معانی اللغات ) د «التسهیل لعلوم التزیل» د علامه ابن جزی الکلبي د تفسیر ژباړه او څیړنه کوي. په تمهید کې د مؤلف په هکله د هغه بیوګرافي، تګلاره ، علمي خدمتونه او آثار یې، په تفسیر بالمأثور کې د مؤلف تګلاره او د شعرونو بیلګې یې راغلي دي. لومړی مقدمه کې یې هغه علوم چې بیان شوي دي، ژباړه یې شوې دي او هغه ځایونه چې تعلیق، تحقیق او څیړنې ته اړتیا لري، څیړلي مې دي. هغه اصول او قواعد چې ابن جزی ذکر کړي د هغې لپاره مې بیلګې راوړي، دویمه مقدمه چې د قرآن کریم د هغه ستونزمنو یا مشکلو کلمو معناوې بیان کړي. د هغو ژباړه او په ځینې اړوندو کتابونو لکه «مقاییس اللغه» د ابن فارس او «مفردات القرآن» د اصفهاني او نورو سره مقایسه کړي او بیا هغو کلمو ته چې مؤلف بیلګې یې نه دي ذکر کړی ، ما په ټول قرآن کریم کې د سورت نوم او د آیت شمیرې په ذکر کولو سره راوړي دي.
دا بحث یا رساله په یوې پیلیزې، سریزې یو تمهید او دوه فصلونو مشتمله ده. د موضوع اهمیت، د ټاکلو لاملونه د څېړنې تګلاره او خطه بیان شوې ده .
