جستجو

محمد نعیم جلیلی

محمد نعیم جلیلی

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

ایمیل: mnjalily@gmail.com


معرفی

محمدنعیم جلیلی د مرحوم مولوی محمدمیاجان زوی چې په کال 1348هـ ش د ننګرهار ولایت د کامې په ولسوالی کې زيږیدلی دی، داو تر متوسطې پورې  زده کړې يې په کابل کې سرته رسولي دي، ورسره يې د خپل پلار سره د ديني زده کړو سلسله په منظمه توګه پرمخ بيوله چې په بالآخره  په افغانستان کې د غويي له کودتاه وروسته په ۱۳۶۰ کال کې يې پاکستان هیواد ته هجرت وکړ، او هلته يې په بیلابيلو مدارسو کې يې خپلې ديني زده کړې بشپړې کړې او د فراغت سند يې ترلاسه کړ، د 1365هـ ش کال د دعوت او جهاد پوهنتون په اصول الدین او دعوت پوهنځي کې شامل او په کال 1369 هـ ش له همدې پوهنتون څخه فارغ شو، د فراغت سره سم په همدې پوهنتون کې د حديثو په ديپارتمنت کې د کدر غړی شو، بیا په کال 1370هـ ش کال د همدې پوهنتون د حديثو او تفسیر څانګې د ماسترې په برنامه کې شامل او په کال 1373هـ ش کال يې په حديثو کې د ماسترې سند ترلاسه کړ، په 1998م  کال يې د پنجاب له پوهنتون څخه د عربي ژبې په برخه کې ماستري واخسته او بیا په 2002 م کال يې د پيښور په پوهنتون کې د مقارنه الادیان په برخه کې ماستري تکمیل کړه، ورپسې يې په 2018 م کال کي يې د پاکستان په قرطبه پوهنتون کې په تفسیر کې بله ماستري واخسته او په 2025 م کال کې يې په همدې پوهنتون کې د کتورا مرحله تکمیل او خپل سند يې ترلاسه کړ. د پورتني علمي بهیر تر څنګ يې په 1415 هـ ق کال کې يې په دارالعلوم حقانیه امینیه کې په دوهم ځل لویه دوره وکړه او په همدې کال يې د وفاق المدارس العالمیه سند هم ترلاسه کړ.       
په دې موده کې يې په بيلابیلو علمي  او اکاديمیکو ادارو کې  دندې هم سرته رسولي دي، چې په دې لړ کې د دعوت او جهاد پوهنتون د اصول الدین پوهنځي د حدیثو د ديپارتمنت علمي غړی، د هجرت په چاپيريال کې د افغان پوهنتون د اسلامي ثقافت په څانګه کې استاذ، د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د اسلامي ثقافت په ديپارتمنت کې خدمتي استاذ، د افغانستان د اسلامي تعلیمي مرکز مدیر او داسې نورې دندې يې سرته رسولي دي او اوس مهال د سلام پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د استاذ او د امام ابویوسف عالی دارالعلوم د مهتمم او استاذ په توګه دنده سرته رسوي.

په همدې موده کې يې په بیلابیلو علمي، اکاديمیکو، فرهنګي او ادبی مجلو کې په پښتو، دري او عربي ژبو مقالي او تحقیقي لیکنې خپرې شوې دي. او په پښتو، دري او عربي ژبو ګڼ شمېر کتابونه يې چاپ شوي دي او يا چاپ ته چمتو دي.