جستجو

د مطالعو اختلاف او پر فقهي احکامو یې اغیزي د فقهي په رڼا کې

د مطالعو اختلاف او پر فقهي احکامو یې اغیزي د فقهي په رڼا کې

ماستری

محصل: عنایت الله

استاد رهنما: دکتور محمد یونس ابراهیمی

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 379

سال دفاع: 2026

چکیده

په دې څېړنه کې د مطالعو د اختلاف مهمه مسأله څېړل شوي ده. د اختلاف المطالع قضیه په فقهي مسایلو کې په ځانګړي توګه د رمضان د احکامو په اړه له بنسټیزو قضیوڅخه ده، اختلاف المطالع یعني د سپوږمۍ د راختلو د ځایونو اختلاف، نو که په یوه هیواد کې میاشت ولیدل شي، او په بل هیواد کې د میاشتې د راختلو د مختلفو ځایونو له امله ونه لیدل شي، نو دې حالت ته اختلاف المطالع وایي، د مطالعو د اختلاف په اړه د فقهاوو تر منځ اختلاف شتون لري، او هغه داسې چې ځیني علماء د خپلو دلایلو پر اساس اعتبار ورکوي، یعني هر هیواد به د خپل رؤیت مطابق عمل کوي، او اکثریت علماء د مطالعو اختلاف ته اعتبار نه ورکوي، یعني د یوه هیواد رؤیت د بل هیواد لپاره دلیل کېدلای شي، چې دا قول راجح او مُفتی به ګڼل شوی دی، لکه څرنګه چې علامه ابن عابدین (رحمه الله) په خپله رساله کې دا دویم قول ته ترجیح او غوروالی ورکړی دی، او په دې اړه چې کوم حدیث شریف دی، هغه تر مطلق رؤیت پوري تړاو لري، بناء که په هر ځای کې  په شرعي توګه د میاشتې لیدل ثابت شي، او نالیدلو ته په داسې طریقې د سپوږمۍ د لیدلو خبر ورسیږي چې د هغوی د غالب ګومان لپاره مفید وي، نو د لیدونکو لیدل ورته دلیل ګڼل کیږې، البته که په نالیدلي هیواد کې د مطالعو اختلاف  ته اعتبار ورکېدل، یعني خپل رؤیت ته یې اعتبار ورکول، نو بیا به خلک د خپل هیواد د آمر د امر مطابق عمل کوي، تر څو مخالفت را منځ ته نه شي، او د آمر حکم په اختلافي مسایلو کې اختلاف له منځ څخه رفع کوي. او دویمه قضیه چې اړینه او باید څېړل شوي وای، هغه د فلکي حساب په وړاندوینو  باندې په روژې او اختر کې عمل کول د څلورو امامانو او اکثریت فقهاوو په وړاندې جواز نه لري، ځکه مسلمانان د روژې او اختر په کولو هغه وخت مکلف ګرځول شوي دي چې میاشت وویني، او د سترګو په وسیله د میاشت لیدل شرعاً  یقین افاده کوي، او که د کومې ستونزې له کبله میاشت ونه لیدل شي، نو په دې اړه حکم دا دی چې د هرې میاشتې دېرشم تاریخ به پوره کیږې، دا او دې ته ورته مسائل په دې څېړنه کې څېړل شوي دي.

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده