کتاب الجوهرة النیرة (كتاب الطهارة تر باب التیمم پورې پښتو ژباړه، تحقیق او تخریج)
ماستری
محصل: حمدالله
استاد رهنما: دکتور مصباح الله عبدالباقی
دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون
پوهنځی: پوهنځی شرعیات
شماره: 353
سال دفاع: 2026
چکیده
کتاب الطهارة د فقهي علومو له مهمو او بنسټيزو ابوابو څخه دی، ځکه د عباداتو د صحت اساس پرې ولاړ دی. په «الجوهرة النيرة» کې له کتاب الطهارة څخه تر باب التيمم پورې د طهارت ټول هغه احکام بيان شوي دي چې يو مسلمان يې د ورځني ژوند او عباداتو په ترسره کولو کې اړتيا لري.
د الجوهرة النيرة د کتاب الطهارة له پيله تر باب التيمم پورې دا څېړنه د طهارت احکام په ژور، منظم او ډول بيانوي. په دې اثر کې يوازې د حنفي مذهب مسائل نه دي څېړل شوي، بلکې د څلورو مذاهبو د امامانو؛ لکه د امام شافعي، امام مالک او امام احمد بن حنبل رحمهم الله د مذاهبو اقوال هم له دلایلو سره راټول شوي، څو د اختلاف او اتفاق موارد په علمي اسلوب روښانه شي.
په دې ليکنه کې د اوداسه فرضونه، سنتونه او نواقض، د غسل ډولونه او موجبات، د اوبو اقسام او د هغوی د طهارت احکام، او همدارنګه د څاهګانو د پاکولو مسائل په منظم ترتيب بيان شوي دي. هره مسئله د قرآن کريم د آيتونو او د نبوي احاديثو په رڼا کې څېړل شوې، د احاديثو د سند او دلالت بحث پکې شوی، او د فقهاوو د استنباط طريقه په روښانه ډول څرګنده شوې ده.
د دې څېړنې په ترڅ کې د هغو مؤلفينو او تصنیفاتو څخه چې په الجوهرة النیرة کتاب کې د کتاب الطهارت څخه تر باب التیمم پورې یې په متن کې نوم ذکر شوي وي په لمنلیک کې یې بشپړ معرفت یې ذکر شوی.
همدارنګه هغه فقهي قواعد چې په متن کې ورته اشاره شوې په لمنلیک کې یې تخریج شوی ده څو لمنلیک هم علمي ژورتيا ولري او هم د لوستونکي لپاره روښانه وي.
په ټوله کې، دا څېړنه د طهارت باب په فقهي، حديثي او قاعدوي چوکاټ کې په جامع او منظم ډول وړاندې کوي، چې د لوړو زده کړو د علمي معيارونو سره سم مستند، تحقيقي او ژور علمي کار بلل کېدای شي
