جستجو

د غوښو د حلالوالي أو حراموالي أحکام د إسلامي فقهې په رڼا کې

د غوښو د حلالوالي أو حراموالي أحکام د إسلامي فقهې په رڼا کې

ماستری

محصل: فضل الرحمن

استاد رهنما: دکتور مصباح الله عبدالباقی

دیپارتمنت: دیپارتمنت فقه و قانون

پوهنځی: پوهنځی شرعیات

شماره: 358

سال دفاع: 2024

چکیده

د انسانانو لپاره الله تعالي په خپل فضل سره مختلف خوندورخوراکي شیان پیدا کړي، چې د خوندورو خوراکې شیانو له جملي څخه غوښې هم دي چې زیاتره إنسانان یې د خوړلو سره زیاته علاقه لري. داچې غوښې له حیواناتو څخه لاس ته راځي، الله تعالی مختلف سمندري أو د وچې حیوانات پیدا کړي چې د ځینو غوښې حلالي أو د ځینو نورو حرامې  دي. د دې څېړنې ارزښت پدې کښې دی چې زیاتره انسانان د غوښو د خوړلو سره زیاته علاقه لري، خو له دوی څخه زیات شمېر خلک بیا د غوښو له أحکامو څخه بې خبره دي، نو د مسلمانانو لپاره اړینه ده چې د غوښو په أحکامو باندې پوهه وي؛ ځکه که د غوښو د أحکامو په أړه کافي معلومات ونلري نو ډېر إمکان  شته چې د ناپوهۍ له أمله ځینې داسې غوښې  وخوري چې یا خو حرامې  وي أو یایې هم د حراموالي په أړه اختلاف وي پداسې حال کې چې مسلمان باید له حرامو أو مشتبه شیانو څخه ځان وساتي. دا څېړنه چې توصیفي- تحلیلي څېړنه ده په سریزه، تمهیدي فصل، پنځو أصلي فصلونو، ګڼو مبحثونو أو مطالبو باندې مشتمله ده أو په اخر کې پایله، وړاندیزونه، د آیتونو، أحادیثو، أعلامو أو د مصادرو فهرستونه ذکر شوې دي. د غوښو د حلالوالي أو حراموالي لپاره فقهاوو د أحادیثو په رڼاکې یو لړ قواعد إیښي دي چې د دغو قواعدو په رڼا کې یو مسلمان کولی شي تر ډېره  بریده د حیواناتو، مرغانو أو حشراتو د غوښو د حلالوالي أو حراموالي په أړه فیصله وکړي، لېکن د یادولو وړ ده چې د غوښو په أړه ټول قواعد اتفاقي ندي، بلکه ځینې یې اختلافي هم دي.  د جمهورو علماوو په نزد أصل په اشیاوو أو افعالو کې إباحت دی، لېکن د ځینو علماوو په نزد أصل په غوښو کې حراموالی دی.  په فرعې مسایلو کې د علماوو ترمنځ اختلاف د مختلفو أسبابو له أمله حتما پیښیدونکی حقیقت دی، لېکن د علماوو ترمنځ اختلاف په هغه وخت کې جایز أو رحمت ګڼل کېږي  چې د اختلاف شرایط په اختلاف کوونکو أو اختلاف کیدونکو مسایلو کې موجود وي. أهلي د وچې أوسیدونکي حیوانات په دوو برخو باندې ویشل شوې دي: یو ډول حلال حیوانات دي چې په قرآن کریم کې الله تعالی ذکر کړي، أو د ځینو نورو حلالوالی په أحادیثو کې ذکر شوی، أو دوهم ډول حرام حیوانات دي چې د ځینو حراموالی ذاتي دی، لکه خنزیر، سپی أو داسې نور أو د ځینو نورو د غوښو حراموالی د خارجي أسبابو له أمله وي، لکه د مردارو شیانو خوړونکو حلالو حیواناتو أو مرغانو غوښېوحشي حیوانات هم په دوه ډوله ویشل شوې: یو هغه دي چې غوښه یې حرامه ده، أو بل ډول هغه دي چې غوښه یې حلاله ده، په مرغانو که هغه مرغان حرام دي چې پنجه لرونکي أو په نورو مرغانو باندې حمله کونکي وي، أو ځینې مرغان بیا پدې خاطر حرام دي چې له وژلو څخه یې منع راغلې، أو د منعي علت یې علماوو د غوښو حراموالی ذکر کړی. په بحري حیواناتو أو حشراتو کې د أحنافو په نزد د ماهي څخه پرته نور ټول حرام دي، لېکن د نورو مذاهبو په نزد سمندري ټول حیوانات أو حشرات پرته له ځینو څخه حلال ديد بري حلالو حیواناتو غوښو د حلالوالي لپاره شرط شرعي ذبح  ده. شرعي ذبح  کله اختیاري وي چې ځانګړي شرایط لري چې باید ټول مراعات شي، أو ذبح  کله هم اضطراري وي، لکه د ښکار په صورت کې أو یاهم په هغه صورت کې چې أهلي حیوان سرکشي وکړي أو اختیاري ذبح  یې ممکنه نه وي نو پدې صورت کې د اضطراري ذبحې څخه کار اخیستل کېږي،  چې أساسي شرط یې د حیوان زخمي کول أو د ویني تویول ديپه ډبیو کې بندي غوښې ، ساسېج أو ځینې نور داسې شیان چې په قوطیو کې بند راځي، نو حکم یې دادی چې که په یقین سره معلوم نه وه چې دا به د حلال حیوان غوښه وي أو یا هم حرام، أو یا داچې دا به په شرعي طریقه ذبح  شوې وي أو که نه، نو پدې ټولو صورتونو کې دا ډول غوښې مشتبه ګرځي چې ځان ساتل ورڅخه ضروري دي. په زیاتره معاصرو مسلخونو کې ذبح  ډېر شرعي مشکلات لري؛ ځکه چې په نوموړو مسلخونو کې د حیواناتو أو مرغانو ذبح  کولو په وخت کې د ذبحې شرطونه نه مراعات کېږي؛ نو په همدې أساس دغه ډول غوښې د علماوو په نزد روا نه دي.  د إسلامي هیوادونو څخه واردې شوې غوښې  په دوو شرطونو روا دي: یو داچې د حلالو حیواناتو أو مرغانو غوښې وي، أو بل داچې په شرعي توګه ذبح  شوې وي، أو  د کفري هیوادونو څخه چې أوسیدونکي یې اهل کتاب نه وي واردې شوې غوښې حرامې دي، لېکن که أوسیدونکي یې اهل کتاب وي أو د الله تعالی په نوم یې ذبح  کړي وي روا دي.   

خلاصه تیزس: مشاهده
کل تیزس: مشاهده